دا په زړه پورې ده ۰
د افغانستان د آزادۍ جبهې په کندز ولایت کې د څلورو طالب جنګیالیو د وژلو او ټپي کیدو اعلان وکړ.
د ازادۍ جبهه: کندوزو کې مو څلورو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې
د افغانستان د آزادۍ جبهې په کندز ولایت کې د څلورو طالب جنګیالیو د وژلو او ټپي کیدو اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د آزادۍ جبهې نن پنجشنبې  (د چنګاښ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د افغانستان د آزادۍ جبهې جنګیالیو د چهارشنبې په ورځ د شپې ۹:۰۰ بجې د کندز ښار د لومړۍ ناحیې په کابل بندر څلور لارې کې د طالبانو پر پوستې برید وکړ.

په اعلامیه کې ویل شوي: "د دې عملیاتو په پایله کې، دوه طالبان ووژل شول او د دې ملیشو دوه نور غړي ټپیان شول."

طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdccs0qs12bq4x8.5ja2.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته