د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر نن شنبې (د چنګاښ ۲۸ مه) له کابل څخه د ښځو د نیولو اعلان وکړ او ویې ویل چې د حجاب ارزښت او اغوستلو په اړه د پوهاوي کمپاین په ټول هېواد کې روان دی.
د یادونې وړ ده چې طالبانو تیره اونۍ د کابل له شهر نو څخه لسګونه ښځې نیولې وې.
د طالبانو محتسبانو د کابل په شهر نو کې له کلینیکونو، رستورانتونو او د پیرودلو پر مهال ښځې او نجونې پرته له کوم دلیل څخه نیولې او امنیتي سیمې ته یې لیږدولې وې.