۰

په کونړ او هلمند ولایتونو کې واکسیناتورانو ته د ۴۵ موټرسایکلونو ویش

یکشنبه ۲۹ سرطان ۱۴۰۴ ساعت ۱۰:۲۳
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې دې ډلې په کونړ او هلمند ولایتونو کې واکسیناتورانو ته ۴۵ موټرسایکلونه ویشلي دي.
په کونړ او هلمند ولایتونو کې واکسیناتورانو ته د ۴۵ موټرسایکلونو ویش
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې دې ډلې په کونړ او هلمند ولایتونو کې واکسیناتورانو ته ۴۵ موټرسایکلونه ویشلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په اعلامیه کې ویل شوي چې د دې موټرسایکلونو څخه ۱۵ یې د یونیسف لخوا د کونړ د عامې روغتیا ریاست ته او ۴۵ یې د افغانستان د روغتیا او پراختیایي خدماتو سازمان لخوا د هلمند د عامې روغتیا ریاست ته ورکړل شوي، چې په لرې پرتو سیمو کې به د واکسین ټیمونو او روغتیایی کارمندانو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره وکارول شي.

د کونړ د عامې روغتیا رییس مظفر خان مخلص د دې مرستې لپاره د یونیسف څخه مننه وکړه او له ټولو واکسیناتورانو یې وغوښتل چې خپل ورسپارل شوي مسؤلیتونه په صادقانه توګه ترسره کړي او د دې موټرو ښه پاملرنه وکړي.

د هلمند د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر نقیب الله فتح هم ټولو واکسیناتورانو ته وویل: په هغو سیمو کې خدمات وړاندې کړئ چې له روغتیايي مرکزونو لرې دي ترڅو ټول وګړي له روغتیايي خدماتو او اسانتیاوو څخه ګټه پورته کړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي