د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې دې ډلې په کونړ او هلمند ولایتونو کې واکسیناتورانو ته ۴۵ موټرسایکلونه ویشلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په اعلامیه کې ویل شوي چې د دې موټرسایکلونو څخه ۱۵ یې د یونیسف لخوا د کونړ د عامې روغتیا ریاست ته او ۴۵ یې د افغانستان د روغتیا او پراختیایي خدماتو سازمان لخوا د هلمند د عامې روغتیا ریاست ته ورکړل شوي، چې په لرې پرتو سیمو کې به د واکسین ټیمونو او روغتیایی کارمندانو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره وکارول شي.
د کونړ د عامې روغتیا رییس مظفر خان مخلص د دې مرستې لپاره د یونیسف څخه مننه وکړه او له ټولو واکسیناتورانو یې وغوښتل چې خپل ورسپارل شوي مسؤلیتونه په صادقانه توګه ترسره کړي او د دې موټرو ښه پاملرنه وکړي.
د هلمند د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر نقیب الله فتح هم ټولو واکسیناتورانو ته وویل: په هغو سیمو کې خدمات وړاندې کړئ چې له روغتیايي مرکزونو لرې دي ترڅو ټول وګړي له روغتیايي خدماتو او اسانتیاوو څخه ګټه پورته کړي.
جمهورخبري آژانس