امیر خان متقي: په بګرام هوايي ډګر کې هیڅ بهرني سرتیري شتون نi لري

29 سرطان 1404 ساعت 11:59

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر وايي، د ټرمپ دا ادعا چې بهرني سرتیري په بګرام هوايي ډګر کې شتون لري ریښتیا نه ده.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر وايي، د ټرمپ دا ادعا چې بهرني سرتیري په بګرام هوايي ډګر کې شتون لري ریښتیا نه ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي نن یکشنبې (د چنګاښ ۲۹ مه) د وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ د لسګونو کسانو د فراغت په مراسمو کې وویل چې موږ په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو شتون نشو زغملی.

طالبانو ویلي چې دا ډله په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو شتون سره مخالفت کوي خو له متحده ایالاتو سره مثبت تعامل غواړي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې راځي چې ټرمپ څو ځله ویلي وو چې چینایان په بګرام هوايي ډګر کې شتون لري.

د طالبانو سرپرست وزیر هم د نړیوالې جنایي محکمې د پریکړې په اړه غبرګون وښود او زیاته یې کړه چې دوی دا محکمه نه پیژني.

د جرمونو نړیوالې محکمې په دې وروستیو کې د طالبانو د مشر هیبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو امر د بشریت پر ضد د جرمونو په تور صادر کړ.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 184107

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/184107/

جمهور
  https://www.jomhornews.com