مرکزي بانک په اونۍ کې د ډالرو ایستلو حد له ۲۰۰۰ ډالرو څخه ۵۰۰۰ ډالرو ته لوړ کړ

30 سرطان 1404 ساعت 11:04

د طالبانو مرکزي بانک اعلان وکړ چې د اتباعو د ډالرو له حسابونو څخه یې د اونۍ د ایستلو حد له ۲۰۰۰ ډالرو څخه ۵۰۰۰ ډالرو ته لوړ کړ.


د طالبانو مرکزي بانک اعلان وکړ چې د اتباعو د ډالرو له حسابونو څخه یې د اونۍ د ایستلو حد له ۲۰۰۰ ډالرو څخه ۵۰۰۰ ډالرو ته لوړ کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو مرکزي بانک نن دوشنبې (د چنګاښ ۳۰ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې بانک اوس د ډالرو له حسابونو څخه د اونۍ د ایستلو اندازه له ۲۰۰۰ ډالرو څخه ۵۰۰۰ ډالرو ته لوړه کړې ده.

طالبانو وویل چې د دې پریکړو موخه د هیواد د اتباعو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول دي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ سره، د بانکي حسابونو څخه د اسعارو ایستلو باندې محدودیتونه ولګول شول.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 184135

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/184135/

جمهور
  https://www.jomhornews.com