د پاکستان د ملي ګټو لپاره د باثباته افغانستان اهمیت په ټینګار سره، ډار وویل: "موږ یو سوله ایز، جامع او خپلواک افغانستان غواړو. زموږ د پیړیو زړې اړیکې او له افغانستان سره کلتوري مشترکات د پراخې همکارۍ لپاره لاره هواروي."
هغه پر طالبانو هم غږ وکړ چې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې خپلې ژمنې پوره کړي او د افغانستان خاوره د هیڅ هیواد، په ځانګړې توګه د پاکستان پر وړاندې ونه کاروي.
پاکستاني چارواکي دا څرګندونې په داسې وخت کې وکړې چې د طالبانو د رژیم او اسلام آباد ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې یو نوي پړاو ته داخلې شوې دي او ټاکل شوې ده چې د طالبانو سرپرست بهرنیو چارو وزیر په راتلونکو ورځو کې اسلام آباد ته سفر وکړي.
دې سفر ته په اشارې سره، ډار له افغانستان سره د هر اړخیزې همکارۍ لپاره د پاکستان پر چمتووالي ټینګار وکړ او د ترهګریزو فعالیتونو لپاره یې د دې هیواد د خاورې د کارولو د مخنیوي غوښتنه وکړه.