دا په زړه پورې ده ۰
په ترکمنستان کې د طالبانو شارژدافیر په هغه هیواد کې د بیلاروس له سفیر سره ولیدل او د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.
طالبان او بیلاروس د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې
په ترکمنستان کې د طالبانو شارژدافیر په هغه هیواد کې د بیلاروس له سفیر سره ولیدل او د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ترکمنستان کې د طالبانو سفارت نن یکشنبې (د زمري ۵ مه) په یوه بیان کې وویل چې فضل محمد صابر، په ترکمنستان کې د ډلې شارژدافیر، په دغه هیواد کې د بیلاروس له سفیر ستانیسلاو چاپورنوي سره ولیدل.

دواړو خواوو د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا، په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو، د پلاوي د لیدنو د اسانتیا او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

دواړو خواوو په ګډ کار او له یو بل سره هر اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdceze8zwjh8vxi.r6bj.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته