د طالبانو په مشرۍ د بریښنا شرکت اجرایوي رییس د ازبکستان له سفیر سره ولیدل او د بریښنا پروژو په اړه یې خبرې وکړې.
د طالبانو په مشرۍ د بریښنا شرکت اجرایوي رییس د ازبکستان له سفیر سره ولیدل او د بریښنا پروژو په اړه یې خبرې وکړې. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو په مشرۍ د بریښنا شرکت نن یکشنبې (د زمري ۵ مه) په یوه بیان کې وویل چې د شرکت اجرایوي رییس عبدالباري عمر د ازبکستان له سفیر یوبیک عثمانوف سره ولیدل او د بریښنا د پراختیا په لویو پروژو یې بحث وکړ. عمر د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا په برخه کې د وروستي پرمختګ ستاینه وکړه او د متقابلو اړیکو د لا پراخولو اړتیا یې ټینګار وکړ. د ازبکستان سفیر یوبیک عثمانوف د دواړو هیوادونو ترمنځ په مختلفو اقتصادي سکتورونو، په ځانګړې توګه د بریښنا په برخه کې د اړیکو د پراختیا څخه رضایت څرګند کړ، او له طالبانو سره د همکارۍ د دوام او پیاوړتیا ټینګار وکړ. د دې مسلو سربیره، دواړو خواوو د نویو پروژو په اړه هم خبرې وکړې. جمهورخبري آژانس