په بلخ کې اورلګېدنې شاوخوا ۳۰۰ زره افغانۍ زیان اړولی دی

6 اسد 1404 ساعت 11:29

په بلخ کې د طالبانو د پولیسو د قوماندانۍ ویاند د اورلګېدنې له امله د شاوخوا ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت مالي زیانونو خبر ورکړی دی.


په بلخ کې د طالبانو د پولیسو د قوماندانۍ ویاند د اورلګېدنې له امله د شاوخوا ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت مالي زیانونو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بلخ ولایت د پولیسو د قوماندانۍ ویاند محمد عیسی وثیق نن دوشنبې  (د زمري ۶ مه ) وویل چې د برېښنا د شارټ سرکټ له امله د مزار شریف د شپږمې امنیتي حوزې (ګذر حیات) په سیمه کې اور ولګېد، چې د اور وژنې پرسونل او د بلخ د پولیسو د قوماندانۍ د پیښو مدیریت ټیم د سمدستي او مسلکي مداخلې سره کنټرول شو.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې شاوخوا ۳۰۰ زره افغانۍ زیان رسېدلی او د نږدې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت ملکیت له اور څخه ژغورل شوی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 184361

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/184361/

جمهور
  https://www.jomhornews.com