دا په زړه پورې ده ۰
په قطر کې د طالبانو د سفارت سرپرست د الجزیرې د عربي برخې له مشر سره وکتل او د کلتوري او تعلیمي همکاریو په اړه یې خبرې وکړې.
 قطر کې د طالبانو د سفارت سرپرست د الجزیرې د عربي برخې له مشر سره وکتل
په قطر کې د طالبانو د سفارت سرپرست د الجزیرې د عربي برخې له مشر سره وکتل او د کلتوري او تعلیمي همکاریو په اړه یې خبرې وکړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په قطر کې د طالبانو سفارت نن پنشنبې (د زمري ۹ مه) په یوه بیان کې وویل چې د سفارت سرپرست سهیل شاهین په قطر کې د الجزیرې د عربي برخې له مشر احمد الیافعي سره ولیدل.

دواړو خواوو د کلتوري همکارۍ، د خبریالانو د روزنې او د رسنیو د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

شاهین د افغانستان د بدلونونو، پرمختګونو او مثبتو لاسته راوړنو د نړیوال پوښښ په برخه کې د الجزیرې همکاري مهمه وبلله.

الیافعي په افغانستان کې اوسنی وضعیت مثبت ارزولی او د رسنیو د همکارۍ لپاره یې هم چمتووالی څرګند کړی دی.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcdjo0fsyt0jo6.lb2y.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته