دا په زړه پورې ده ۰
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې د طالبانو د مرستیال مشر عبدالسلام حنفي لپاره د لنډمهاله سفر اجازه لیک صادر کړ.
امنیت شورا د طالبانو د اداري مرستیال لپاره د لنډمهاله سفر اجازه لیک صادر کړ
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې د طالبانو د مرستیال مشر عبدالسلام حنفي لپاره د لنډمهاله سفر اجازه لیک صادر کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې نن شنبې (د زمري  ۱۱مه) په یوه بیان کې وویل چې حنفي د اګست له ۱۴مې څخه تر ۳۱مې پورې د طبي درملنې لپاره د سفر له بندیز څخه معاف شوی دی.

دا په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د کابینې د غړو لپاره دوهم سفري معافیت دی.

مخکې له دې، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر خیرالله خیرخواه په جولای کې مسکو ته د سفر لپاره ورته معافیت ترلاسه کړی و.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcf0jdyxw6dcta.,ziw.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته