د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اعلان کړی چې د ۱۶ پاکستاني موټرسایکل سپرو یوه ډله افغانستان ته ننوتلې ده.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اعلان کړی چې د ۱۶ پاکستاني موټرسایکل سپرو یوه ډله افغانستان ته ننوتلې ده. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق نن یکشنبې (د زمري ۱۲مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د مرکزي آسیا د دوستۍ ډلې، د ۱۶ موټرسایکل سپرو یوه ډله له لاهوره ووته او د تورخم پولې له لارې افغانستان ته ننوتله. هغه زیاته کړې، افغان چارواکو د دې ډلې تود هرکلی وکړ. دا ډله، چې په افغانستان، ازبکستان او تاجکستان کې به شاوخوا ۵۰۰۰ کیلومتره سفر وکړي، د ګرځندوی، سولې او سیمه ییزې ملګرتیا د ودې په هدف ترسره کیږي. جمهورخبري آژانس