د پکتیا  پر فضا ناپیژندل شوي ډرون ګزمې کوي

15 اسد 1404 ساعت 10:45

د پکتیا ولایت اوسیدونکو راپور ورکړ چې ناپیژندل شوي ډرونونه د څو ولسوالیو او ولایت مرکز په هوايي ډګر کې ګزمې کوي.


د پکتیا ولایت اوسیدونکو راپور ورکړ چې ناپیژندل شوي ډرونونه د څو ولسوالیو او ولایت مرکز په هوايي ډګر کې ګزمې کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پکتیا ولایت اوسیدونکو نن چهارشنبې (د زمري ۱۵مه) وویل چې نن سهار شاوخوا ۷ بجې، یو شمیر ناپیژندل شوي ډرونونه د ولایت مرکز او څو ولسوالیو کې ګزمې کولې.

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، دا ډرونونه په ټیټه ارتفاع کې او د پکتیا د ځینو برخو  کې د ساعتونو لپاره الوتنې کولې.

دا معلومه نه ده چې دا ډرونونه د کوم هیواد او ادارې پورې اړه لري او د دې ګزمې هدف څه و؛ خو سرچینو زیاته کړه چې دې ګزمو د سیمې اوسیدونکي اندیښمن کړي دي.

د طالبانو ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ ناپیژندل شوي ډرونونه د خوست ښار او څو شاوخوا ولسوالیو په هوايي ډګر کې ګزمې کولې.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 184682

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/184682/

جمهور
  https://www.jomhornews.com