د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې څانګې اعلان کړی چې د هیواد په ۱۲ ولایتونو کې د درنو بارانونو او سیلابونو احتمال شتون لري.
د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې څانګې اعلان کړی چې د هیواد په ۱۲ ولایتونو کې د درنو بارانونو او سیلابونو احتمال شتون لري. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت نن چهارشنبې (د زمري ۱۵ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې دا وړاندوینه د نن لپاره شوې ده. په اعلامیه کې ویل شوي چې په نورستان، کنړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، کابل، لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د سیلابونو احتمال شتون لري، او په جنوب ختیځ، لویدیځ او مرکزي ولایتونو کې د دوړو سره د قوي بادونو امکان شتون لري. دې ادارې په دې ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملی مترو پورې اټکل کړې ده. د هوا پېژندنې ادارې د بیان له مخې، په مختلفو برخو کې د باد سرعت په ساعت کې د ۵۰ او ۹۵ کیلومترو ترمنځ اټکل شوی دی. جمهورخبري آژانس