طالبانو ډلې اعلان کړی چې ایران په یوه ورځ کې نږدې ۶۰۰۰ افغان کډوال شړلي دي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کډوالو ستونزو د حل لپاره د طالبانو عالي کمیسیون نن چهارشنبې (د زمري ۱۵مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې ایران پرون ۵۹۳۶ افغان کډوال شړلي دي. کمیسیون زیاته کړه چې ۴۱۵۷ کسان د اسلام کلا له لارې او ۱۷۷۹ نور د ورېښمو پل له لارې هیواد ته راستانه شوي دي. طالبانو ویلي چې دغو افغان راستانه شویو کسانو په ټولیزه توګه ۹ میلیونه ۹۶ زره افغانۍ مرسته ترلاسه کړې ده. د راپور له مخې، نږدې زر راستانه شوي کسان د بغلان، کندز، تخار، بلخ، جوزجان، بدخشان او سرپل ولایتونو ته لیږدول شوي دي. د یادونې وړ ده چې له ایران څخه د افغان کډوالو د شړلو پروسه لاهم روانه ده. جمهورخبري آژانس