د طالبانو کلتوري اتشه د انقرې د ایتنوګرافیک موزیم له چارواکي سره وکتل

16 اسد 1404 ساعت 11:48

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د انقرې د ایتنوګرافیک موزیم له چارواکي سره د ډلې د کلتوري اتشه د لیدنې اعلان وکړ.


د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د انقرې د ایتنوګرافیک موزیم له چارواکي سره د ډلې د کلتوري اتشه د لیدنې اعلان وکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن پنشنبې (د زمري ۱۶مه) په یوه بیان کې وویل چې د وزارت کلتوري اتشه حمیدالله تمکین په انقره کې د ایتنوګرافیک موزیم له مشر ویسي ګن سره ولیدل ترڅو اړیکې او ګډ کلتوري ارزښتونه پیاوړي کړي.

تمکین له ګن څخه وغوښتل چې د تاریخي اثارو د بیارغونې او ساتنې په برخه کې د افغانستان له ملي موزیم سره همکاري وکړي.

ګن په دې غونډه کې وویل چې د ډیپلوماتیکو اړیکو پر بنسټ، د دواړو هیوادونو د موزیمونو ترمنځ د همکارۍ لپاره ځای چمتو کیدی شي.

هغه زیاته کړه چې د انقرې ایتنوګرافیک موزیم کې ډیری اثار د سلجوقي او عثماني دورې پورې اړه لري.

د دې موزیم د اثارو د راټولولو پروسه په ۱۹۲۴ کال کې پیل شوه او له بشپړیدو وروسته، په ۱۹۲۸ کال کې پرانیستل شوه.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 184739

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/184739/

جمهور
  https://www.jomhornews.com