دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هیواد د خصوصي سکتور او تاتارستان ترمنځ د ۱۸۳ ملیون ډالرو په ارزښت د څو سوداګریزو تړونونو د لاسلیک اعلان وکړ.
د طالبانو او تاتارستان ترمنځ د ۱۸۳ ملیون ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ تړون لاسلیک شو
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هیواد د خصوصي سکتور او تاتارستان ترمنځ د ۱۸۳ ملیون ډالرو په ارزښت د څو سوداګریزو تړونونو د لاسلیک اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن پنشنبې  (د زمري ۱۶مه) په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان د خصوصي سکتور او تاتارستان جمهوریت ترمنځ د ۱۸۳ ملیون ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي.

دا تړونونه د خوړو، چورلکو تولید، د اوبو مدیریت، د تیلو او ګازو، د بریښنایی تجهیزاتو تولید، د صابون او حفظ الصحې محصولاتو، ساختماني موادو او د اوسپنې ویلې کولو په برخو کې دي، چې په لاسلیک شویو سکتورونو کې یې ټولټال ارزښت ۱۸۳ ملیون ډالر دی.

د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ وزیر، په داسې حال کې چې په مختلفو سکتورونو او ملکي او نظامي برخو کې د دې جمهوریت د محصولاتو او تولیداتو په اړه معلومات وړاندې کول، طالبانو ته بلنه ورکړه چې د اګست په ۲۶مه نیټه په تاتارستان جمهوریت کې د تیلو په نندارتون کې ګډون وکړي، او همدارنګه یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي رییس ته بلنه ورکړه چې د هغه جمهوریت د سوداګرۍ خونې ته سفر وکړي.

جمهورخبري آژآنس
https://jomhornews.com/vdccp0qsi2bq4m8.5ja2.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته