نږدې ۳۰۰ افغان بندیان له پاکستان څخه خوشې شول

16 اسد 1404 ساعت 17:56

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د نږدې ۳۰۰ بندیانو د خوشې کولو اعلان وکړ.


د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د نږدې ۳۰۰ بندیانو د خوشې کولو اعلان وکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن پنشنبې (د زمري ۱۶مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې تیره اونۍ ۲۹۹ افغان کډوال چې په پاکستاني زندانونو کې بندیان وو خوشې شول او هیواد ته راستانه شول.

د کندهار ولایت د سپین بولدک د کډوالو د لیږد دفتر د معلوماتو له مخې، دا کسان د پاکستان په بیلابیلو برخو کې نیول شوي او له ۲۰ ورځو څخه تر ۳ میاشتو پورې په زندانونو کې ساتل شوي وو.

په بیان کې ویل شوي چې دا خلک د نوم لیکنې او بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي کورونو ته لیږدول شوي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 184753

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/184753/

جمهور
  https://www.jomhornews.com