جرمني رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر په حواله راپور ورکړ چې جرمني ډېر افغان کډوال وباسي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، جرمني رسنیو نن پنشنبې (د زمري ۱۶مه) راپور ورکړ چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینډټ پلان لري چې له جرمني څخه ډېر افغان کډوال وباسي. که څه هم د دې پلان نور جزئیات نه دي خپاره شوي، خو ویل شوي چې د پولې کنټرول لاهم د دغه هېواد یو له پلانونو څخه دی. له جرمني څخه افغانستان ته د کډوالو ایستلو دمخه په نړیواله کچه د بشري حقونو او د کډوالو د حقونو مدافعینو ترمنځ جدي او پراخه نیوکې راپارولي دي. جرمني مخکې له دې د کډوالو دوهمه ډله، چې ۸۱ کسان پکې شامل وو، له هغه هېواد څخه ایستلې وه. جمهورخبري آژانس