د پکتیا ولایت څخه ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط شوي دي

19 اسد 1404 ساعت 10:44

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پکتیا ولایت څخه د ګڼ شمېر وسلو او مهماتو کشف او ضبط اعلان کړی دی.


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پکتیا ولایت څخه د ګڼ شمېر وسلو او مهماتو کشف او ضبط اعلان کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن یکشنبې (د زمري ۱۹مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پکتیا ولایت څخه ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د پکتیا ولایت د پولیسو د قوماندانۍ د ترهګرۍ ضد پولیسو د دې ولایت د څمکنیو او احمد خیلو ولسوالیو څخه ۱۴ وسلې او یو شمېر مهمات کشف او ضبط کړي دي چې په غیرقانوني ډول ساتل کېدل.

کشف شوې وسلې او مهمات د قانوني پروسیجرونو له ترسره کولو وروسته د طالبانو د دایک مرستیال دفتر ته وسپارل شول.

په یوه جلا اعلامیه کې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د کابل ولایت څخه د ۱۰ کیلوګرامه شیشې کشف او ضبط هم اعلان کړ.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال دفتر کشفي پولیسو د کابل ښار له شاوخوا سیمو څخه په یوه ځای کې ۳ کسان د ۱۰ کیلوګرامه شیشې سره نیولي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 184831

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/184831/

جمهور
  https://www.jomhornews.com