طالبانو په تیرو دریو میاشتو کې څلور کسان اعدام او ۲۳۴ نور یې په دُرو وهلي دي

19 اسد 1404 ساعت 14:13

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې طالبانو په تیرو دریو میاشتو کې څلور کسان په عام محضر کې اعدام کړي او ۲۳۴ نور یې په دُرو وهلي دي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې طالبانو په تیرو دریو میاشتو کې څلور کسان په عام محضر کې اعدام کړي او ۲۳۴ نور یې په دُرو وهلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) نن یکشنبې(د زمري ۱۹مه) په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې طالبانو په دې موده کې په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې څلور کسان په عام محضر کې اعدام کړي دي.

یوناما ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې، طالبانو په غزني، لغمان، فراه، جوزجان او پکتیا ولایتونو کې شپږ نور اعدامونه کړي دي.

یوناما په خپل راپور کې ویلي چې طالبانو په اونۍ کې په عام محضر کې اشخاص په دُرو وهلو ته دوام ورکړی، چې په کې ۱۸۵ نارینه، ۴۸ ښځې او یو ماشوم شامل دي.

راپور زیاته کړې چې په دې موده کې یې د پخواني افغان حکومت د امنیتي ځواکونو اووه وژنې مستندې کړې دي.

سربیره پردې، یوناما وویل چې دوی په دې موده کې د طالبانو لخوا د خپل سر نیولو او توقیف اته قضیې مستندې کړې، او همدارنګه د پخواني افغان حکومت د چارواکو سره د شکنجې او بد چلند درې قضیې ثبت کړې دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 184842

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/184842/

جمهور
  https://www.jomhornews.com