نورالدین عزیزي قرغزستان ته سفر وکړ

20 اسد 1404 ساعت 18:36

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د وزارت سرپرست په یوه اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره قرغزستان ته تللی دی.


د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د وزارت سرپرست په یوه اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره قرغزستان ته تللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن دوشنبې (د زمري ۲۰ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ په یوه اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره قرغزستان ته تللی دی.

دا سفر د قرغزستان جمهوریت په رسمي بلنه ترسره شوی او ټاکل شوې ده چې د طالبانو پلاوی دوه اړخیزې غونډې وکړي؛ او د پروګرام په یوه ځانګړې غونډه (پینل) کې وینا وکړي.

طالبانو وویل چې دا غونډه د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په اړه د هیوادونو د استازو ترمنځ د بحثونو او نظرونو تبادلې لپاره یو فرصت دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 184902

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/184902/

جمهور
  https://www.jomhornews.com