واشنګټن ته د پاکستان د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر د پرله پسې سفرونو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوه بلوچ بیلتون غوښتونکي ډلې، د بلوچستان د آزادۍ پوځ او د هغې د ځانمرګو ډله چې د "مجید بریګیډ" په نوم پیژندل کیږي، د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په توګه نومولي دي.










