د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وزارت مطبوعاتي اعلامیه وايي، د دې قانوني حد څخه هر ډول سرغړونه به تعقیب شي او "قانوني اقدام" به وشي. طالبانو دا هم خبرداری ورکړی چې په سپین کاغذ لیکل شوي د کرایې قراردادونه باطل دي او یوازې په رسمي اسنادو کې ثبت شوي قراردادونه به د منلو وړ وي.