په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) په کابل کې د ۱۵۰ کورنیو لپاره د کور باغونو جوړولو اعلان وکړ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) په کابل کې د ۱۵۰ کورنیو لپاره د کور باغونو جوړولو اعلان وکړ. د جمهور آژآنس د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د رسنیو دفتر نن سې شنبې (د زمري ۲۱) په یوه بیان کې وویل چې دې ادارې د دوو نورو نړیوالو سازمانونو په ملاتړ په کابل کې د ۱۵۰ کورنیو لپاره د کور باغونه جوړ کړي دي. په بیان کې ویل شوي چې دوی په کابل کې ۱۵۰ کورنیو ته د ۳۰،۰۰۰ ډالرو په لګښت د کور باغونو جوړولو، د خوړو خوندیتوب او د اقلیم په اړه د زده کړې چمتو کولو له لارې د ځوانو ښځینه فعالینو په مشرۍ د ځواکمنولو لپاره چمتو کړي دي. د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام وايي چې دا اداره د داسې پروګرامونو سره مخ په زیاتیدونکي بدلون رامینځته کوي. جمهورخبري آژانس