طالبانو او قرغزستان د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا خبرې کړې دي

21 اسد 1404 ساعت 17:10

په قرغزستان کې د طالبانو د سفارت مشر د طالبانو د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ له مرستیال وزیر سره ولیدل او د دوه اړخیزو اړیکو په اړه یې خبرې وکړې.


په قرغزستان کې د طالبانو د سفارت مشر د طالبانو د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ له مرستیال وزیر سره ولیدل او د دوه اړخیزو اړیکو په اړه یې خبرې وکړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په قرغزستان کې سفارت نن سې شنبه (د زمري ۲۱ مه) په یوه بیان کې وویل چې د سفارت مشر عبدالشکور حقاني د قرغزستان د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ له مرستیال وزیر سنجاربیک بکتی بیکویچ سره ولیدل.

په دې غونډه کې دواړو خواوو د سیاسي، اقتصادي، سوداګرۍ او کلتوري مسلو په اړه بحث وکړ.

په دې غونډه کې د قرغزستان د اسیخ کول اقتصادي غونډه کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر د ګډون په اړه هم بحث وشو.

په بیان کې زیاته شوې چې په قرغزستان کې د سفارت چارواکي په منظم ډول د هیواد له چارواکو سره ګوري او هڅه کوي چې د دواړو خواوو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 184952

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/184952/

جمهور
  https://www.jomhornews.com