د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د قرغزستان په اقتصادي فورم کې ګډون وکړ

23 اسد 1404 ساعت 15:12

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د قرغزستان په اقتصادي فورم کې د دې وزارت د سرپرست وزیر د ګډون اعلان وکړ.


د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د قرغزستان په اقتصادي فورم کې د دې وزارت د سرپرست وزیر د ګډون اعلان وکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن پنشنبې (د زمري ۲۳ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د دې وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د قرغزستان په جمهوریت کې د اقتصادي فورم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

د دې فورم د پرانیستې په څنډه کې، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په قرغزستان کې د جوړ شوي نندارتون څخه هم لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر درې ورځې وړاندې په دې فورم کې د ګډون لپاره قرغزستان ته تللی و.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 185030

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/185030/

جمهور
  https://www.jomhornews.com