طالبان او جاپان د دوه اړخیزو اړیکو او همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ

23 اسد 1404 ساعت 15:19

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او په کابل کې د جاپان سفیر د دوه اړخیزو اړیکو او همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.


د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او په کابل کې د جاپان سفیر د دوه اړخیزو اړیکو او همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن پنشنبې  (د زمري ۲۳ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د وزارت د مالیې او ادارې مرستیال وزیر محمد نعیم د جاپان له سفیر تاکایوشي کوراما سره د خدای پاماني لیدنه وکړه.

محمد نعیم د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو تاریخي اهمیت ته اشاره وکړه او د اقتصادي، امنیتي او کلتوري همکاریو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.

هغه د افغانستان د ثبات، د مخدره توکو د کښت او قاچاق مخنیوي، د فساد له منځه وړلو او د زیربنایي پروژو د پلي کولو په اړه معلومات ورکړل او له نړیوالې ټولنې څخه یې د مثبت تفاهم غوښتنه وکړه.

طالبانو ادعا وکړه چې په اړیکو کې پرمختګ یوازې هغه وخت ترلاسه کیدی شي کله چې دواړه خواوې د یو بل ګټې، ستونزې او اړتیاوې په سمه توګه درک کړي.

د جاپان سفیر وویل چې د هغه هیواد به د افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې ته دوام ورکړي.

دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو او همکارۍ پر پراختیا او دوام ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 185032

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/185032/

جمهور
  https://www.jomhornews.com