د طالبانو د طبیعي پیښو د مدیریت څانګې د دې ادارې او د افغان ښځو د ټولنیز سازمان ترمنځ د تفاهم لیک لاسلیک اعلان کړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د طبیعي پیښو د مدیریت څانګې نن یکشنبې (د زمري ۲۶مه) په یوه بیان کې وویل چې د دې ادارې عمومي رییس ملا نورالدین ترابي د افغان ښځو د ټولنیز سازمان د پروژې له مشر عمران الله کامران سره ولیدل او د هغه سره یې د ګډې همکارۍ لپاره د تفاهم لیک لاسلیک کړ.
ترابي وویل چې موږ خوښ یو چې دا اداره زیانمنو کورنیو ته مرستې ویشي او دا مرستې باید په شفاف ډول او ژر تر ژره زیانمنو کورنیو ته وویشل شي.
د افغان ښځو د طبیعي پیښو د مدیریت پروژې مشر عمران الله کامران وویل چې موږ غواړو د افغانستان خلکو ته په مختلفو لارو مرستې چمتو کړو او مستحقو خلکو ته یې ورسوو.
د لاسلیک شوي تفاهم لیک له مخې، د کابل ولایت په اتو ولسوالیو کې په بیړنیو حالاتو کې ۵۳۵ کورنیو ته نغدي مرسته ویشل کیږي، چې د هرې کورنۍ لپاره ۵۸۰۰ افغانۍ ځانګړې شوې دي، چې په ټولیزه توګه ۳،۱۰۳،۰۰۰ افغانۍ د دې شمیر کورنیو لپاره ځانګړې شوې دي.
جمهورخبري آژآنس