سراج الدین حقاني: چین تل له افغانستان سره ښې اړیکې لري

30 اسد 1404 ساعت 10:33

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر چین یو ښه ګاونډی وباله او ویې ویل چې تل یې له افغانستان سره ښې اړیکې درلودې.


د طالبانو د کورنیو چارو وزیر چین یو ښه ګاونډی وباله او ویې ویل چې تل یې له افغانستان سره ښې اړیکې درلودې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع تېره شپه (د زمري ۲۹ مه) اعلان وکړ چې د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په کابل کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره ولیدل.

حقاني د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې تاریخي وبللې او چین یې یو ښه ګاونډی وباله چې تل یې له افغانستان سره ښې اړیکې درلودې.

د چین د خلکو جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وویل: "زموږ اړیکې له افغانستان سره ژورې تاریخي ریښې لري."

په دې غونډه کې دواړو خواوو د امنیت، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې، د ګډو سرحدي نقطو د امنیت او د سرحدي ځواکونو، سوداګرۍ، کرنې او روزنیزو پروګرامونو د همغږۍ په اړه هم خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر پرون کابل ته راغلی و ترڅو د طالبانو، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په شپږمه غونډه کې برخه واخلي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 185220

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/185220/

جمهور
  https://www.jomhornews.com