د افغانستان د آزادۍ جبهې اعلان وکړ چې په تخار کې د جبهې په برید کې څلور تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د افغانستان د آزادۍ جبهې اعلان وکړ چې په تخار کې د جبهې په برید کې څلور تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د آزادۍ جبهې د رسنیو دفتر نن یکشنبې (د وږي ۲مه) اعلان وکړ چې د افغانستان د آزادۍ جبهې جنګیالیو د شنبې په ورځ شاوخوا ۷ بجې د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې د طالبانو د ملېشو په یوه مرکز برید وکړ. په بیان کې زیاته شوې چې په برید کې د طالبانو دوه غړي ووژل شول او دوه نور ټپیان شول. جمهورخبري آژانس