دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په هرات او بغلان ولایتونو کې د ۱۳۷ کیلوګرامه اپینو د قاچاق د مخنیوي اعلان وکړ.
هرات او بغلان کې د ۱۳۷ کیلوګرامه اپینو د قاچاق مخه ونیول شوه
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په هرات او بغلان ولایتونو کې د ۱۳۷ کیلوګرامه اپینو د قاچاق د مخنیوي اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن یکشنبې (د زمري۹مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د هرات ولایت د پولیسو د قوماندانۍ د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د دې ولایت د کوه زور ولسوالۍ په شوربازار سیمه کې د کشفي عملیاتو په ترڅ کې د ۸۳ کیلوګرامه مایع اپینو د قاچاق په تړاو یو کس نیولی دی.

په اعلامیه کې زیاته شوې ده: د بغلان ولایت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو هم یو کس نیولی چې په مهارت سره یې په یوه موټر کې ۵۴ کیلوګرامه اپین لیږدول او غوښتل یې چې د دې ولایت د خانجان ولسوالۍ د دوشاخ سیمې څخه کابل ته قاچاق کړي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو لخوا د افغانستان د اشغال سره، په هیواد کې د مخدره توکو کښت او تولید نږدې ۴۰ سلنه زیات شوی دی.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcizwazpt1avw2.k6ct.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته