د امریکا د جیولوژي سروې ادارې د معلوماتو له مخې د زلزلې شدت ۶ درجې او مرکز یی جلال آباد ښار ته نږدې د ځمکې لاندې اته کیلومتر ژور وو.
د زلزلې تر ټولو سخت ټکانونه په کونر، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې وو، خو په ګڼو نورو ولایتونو کې هم احساس شوې ده.
لومړني راپورونه وايي، د زلزلې له امله تر ټولو درنده مرګ ژوبله په کونړ ولایت کې رامنځ ته شوې او ننګرهار او لغمان څخه هم د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دی.
د راپورونو له مخې کونړ ولایت کې تر لسو ډېر کلي یا بشپړ وران شوي او یا قسمي تخریب شوي دي.
د کونړ لپاره د طالبانو والي ویلي، یوازې په کونړ ولایت کې د شهیدان شمېر تر ۵۰۰ اوښتی او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو پر اساس په کونړ ولایت کې تر لسو زیات کلي یا بشپړ او یا هم په قمسي ډول تخریب شوي دي.
ویل کېږي د زلزلې له امله لارې بندې دي، او سیمې ته چورلکې د مرستې په موخه لېږل شوي دي.
له لومړنۍ زلزلې شاوخوا ۲۰ دقیقې وروسته په همدې ننګرهار ولایت کې دوهمه زلزله وشوه، چې شدت یې د ۴.۵ درجې وو او مرکز یې د ځمکې لاندې ۱۰ کیلومتره ژور وو.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند اجمل درویش رویترز خبري اژانس ته وویل چې نهه کسه مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي ، چارواکي او خلک د زیانمنو شویو په ژغورلو بوخت دي او له مرکز او نورو ولایتونو هم مرستندوی ټیمونه په لار دي.