د ۲۰۲۵ کال د سولې نړیوال شاخص وايي چې په افغانستان کې تاوتریخوالي او ناامنۍ د هیواد د ناخالص کورني تولید له ۴۰ سلنې څخه ډیر ویجاړ کړی دی.
د ۲۰۲۵ کال د سولې نړیوال شاخص وايي چې په افغانستان کې تاوتریخوالي او ناامنۍ د هیواد د ناخالص کورني تولید له ۴۰ سلنې څخه ډیر ویجاړ کړی دی. د جمهور خبري آژانس د خبرله مخې، د ۲۰۲۵ کال د سولې نړیوال شاخص نن دوشنبې (د وږي ۱۰ مه) په یوه راپور کې وویل چې افغانستان او اوکراین د نړۍ د ټولو هیوادونو په پرتله د جګړې او تاوتریخوالي له امله تر ټولو ډیر اقتصادي زیان لیدلی دی. په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې تاوتریخوالي او ناامنۍ د هیواد د ناخالص کورني تولید له ۴۰ سلنې څخه ډیر ویجاړ کړی دی. په راپور کې ویل شوي چې جګړې نه یوازې د خلکو ژوند ستونزمن کړی دی، بلکې د افغانستان اقتصاد یې هم سخت زیانمن کړی دی. دغه سازمان ویلي چې افغانستان لاهم د نړۍ د لږ سوله ایزو هیوادونو په ډله کې دی او ویلي یې دي چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې، دغه هیواد د بې ثباتۍ او تاوتریخوالي یو له لویو قربانیانو څخه دی. په راپور کې ویل شوي چې افغانستان، د اوکراین سره یوځای، د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې د جګړې ترټولو لوړ مالي او انساني لګښتونه یې ورکړي دي. د راپور له مخې، په لګښتونو کې د کار فرصتونه له لاسه ورکول، د پانګونې کمښت، د زیربناوو ویجاړول او د ملیونونو خلکو بې ځایه کیدل شامل دي. د سازمان په وینا، په ټوله نړۍ کې له ۱۲۲ ملیون څخه ډیر خلک د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي، چې یوه لویه برخه یې له افغانستان سره تړاو لري. راپور خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې دوامداره ناامني او د دوامداره سولې نشتوالي نه یوازې د خلکو ژوند ستونزمن کړی دی بلکې د هیواد د بیارغونې او پرمختګ لپاره یو لوی خنډ هم دی. جمهورخبري آژانس