دا په زړه پورې ده ۰
اروپایي ټولنې د خپلو شریکانو لخوا په ختیځو ولایتونو کې د تیرې شپې د زلزلې قربانیانو ته د حیاتي مرستو د رسولو اعلان وکړ.
اروپايي ټولنه: زموږ بشري شریکان د زلزلې قربانیانو سره مرسته کوي
اروپایي ټولنې د خپلو شریکانو لخوا په ختیځو ولایتونو کې د تیرې شپې د زلزلې قربانیانو ته د حیاتي مرستو د رسولو اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اروپايي ټولنې مطبوعاتي دفتر نن دوشنبې (د وږي ۱۰ مه) په یوه بیان کې وویل چې دوی د افغانستان په کونړ او ننگرهار ولایتونو کې د وروستۍ ویجاړونکې زلزلې له امله د ټولو اغیزمنو شویو کسانو سره خپله صادقانه خواخوږي څرګندوي.

اروپايي ټولنې وویل چې د دوی بشري شریکان په فعاله توګه په ځمکه کې شتون لري او قربانیانو ته حیاتي مرستې چمتو کوي.

اروپايي ټولنې ټینګار وکړ چې دوی په بشپړ ډول د افغان خلکو سره خپل پیوستون څرګندوي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcgnn9quak97n4.1gra.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته