د هېواد ختیځ کې د شوې زلزلې د مرګ ژوبلې کچه ۳۶۲۹ تنو ته ورسېده

10 سنبله 1404 ساعت 13:27

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د هېواد ختیځ کې د شوې زلزلې له امله تر اوسه د مرګ ژوبلې کچه ۳۶۲۹ تنو ته رسېدلې ده.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د هېواد ختیځ کې د شوې زلزلې له امله تر اوسه د مرګ ژوبلې کچه ۳۶۲۹ تنو ته رسېدلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مجاهد نن (شنبې د وږي ۱۰ مه) کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، تر اوسه یوازې په کونړ ولایت کې ۸۰۰ تنه مړه او دوه زره او ۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.
 
مجاهد زیاته کړه، چې د دغې زلزلې له امله، ننګرهار ولایت کې هم ۱۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۵۵ نور ټپیان شوي دي.
 
دغه راز هغه وايي، د زلزلې له امله لغمان کې ۵۸ تنه او نورستان کې بیا څلور تنه ټپیان شوي دي.

مجاهد زیاتوي، زلزلې په پنجشېر ولایت کې هم پنځه کورونه ویجاړ کړي، خو مرګ ژوبله نه لري.
 
 
د هغه په وینا سیمې ته ژغورونکې او مرستندویه ډلې لېږل شوې او د بندو کسانو د ژغورنې عملیات روان دي.

د طالبانو له لوري خپرې شوې شمېرې وروستۍ نه دي، ښايي د مرګ ژوبلې کچه ترې دې هم پورته شي.

جمهورخبري آژانس
 
 
 


د مطلب کود: 185564

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/185564/

جمهور
  https://www.jomhornews.com