د چین د بهرنیو چارو وزارت د هیواد د ختیځو ولایتونو د زلزله ځپلو سره د مرستې او همکارۍ لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د هیواد د ختیځو ولایتونو د زلزله ځپلو سره د مرستې او همکارۍ لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګو جیاکون نن دوشنبې (د وږي ۱۰ مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل: چین به د افغانستان د اړتیاوو سره سم خپلې مرستې چمتو کړي. هغه زیاته کړه: د هغه هیواد د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي. د یادونې وړ ده چې تر اوسه پورې ایران، پاکستان او هند هم د زیانمنو شویو سیمو سره د مرستې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی. د تیرې شپې د زلزلې له امله په ختیځو ولایتونو کې ۸۱۲ کسان مړه او ۲۸۱۷ نور ټپیان شوي دي. جمهورخبري آژانس