دا په زړه پورې ده ۰
په خوست ولایت کې سیمه ییزو طالبانو د دې ولایت په یوه خیریه غونډه کې د ۱۳۰ کسانو د مسموم کیدو خبر ورکړی دی.
په خوست ولایت کې ۱۳۰ کسان مسموم شوي
په خوست ولایت کې سیمه ییزو طالبانو د دې ولایت په یوه خیریه غونډه کې د ۱۳۰ کسانو د مسموم کیدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خوست ولایت د والي ویاند مستغفر ګربز نن پنشنبې (د وږي ۱۳مه) وویل چې په دې ولایت کې په یوه خیریه غونډه کې ۱۳۰ کسان مسموم شوي دي.

هغه زیاته کړه: دا پیښه د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په شمسي کلي کې رامنځته شوې او د مسموم شویو کسانو روغتیايي حالت اوس ښه دی.

طالبانو ویلي چې د دې پیښې د علت په اړه تحقیقات پیل شوي دي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcammn6w49nai1.hxk4.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته