وروسته له دې چې ملګروملتونو له پاکستانه د افغان کډوالو د بهیر د درولو غوښتنه وکړه، اسلام آباد وویل، دا پرېکړه پاکستان کوي چې څوک باسي او څوک پرېږدي.
وروسته له دې چې ملګروملتونو له پاکستانه د افغان کډوالو د بهیر د درولو غوښتنه وکړه، اسلام آباد وویل، دا پرېکړه پاکستان کوي چې څوک باسي او څوک پرېږدي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملګروملتونو په روانه اونۍ کې د هېواد د ختیځ له مرګونې زلزلې وروسته پر پاکستان غږ وکړ چې په ډله ایز ډول د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ودروي. د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاندشفقت علي خان پرون په یوې خبري غونډه کې ویلي، ټول هغه کسان باید ووځي چې په پاکستان کې د استوګنې قانوني اسناد نه لري. نوموړي ملګرو ملتونو ته په نغوتې ویلي، دا هغه کار دی چې پاکستان یې کوي او د اروپا په ګډون بل هر هېواد به یې هم وکړي. شفقت علي خان زیاته کړه، دا خاوره د پاکستان ده او دا پرېکړه به موږ کوو چې څوک وځي او څوک پاتې کېږي. د دوشنبې په ورځ په پاکستان کې د POR په نوم د افغان کډوالو د استوګنې د کارتونو اعتبار پای ته ورسېد او له دې سره د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړ. جمهورخبري آژانس