د امریکا د جیولوژیکۍ سروې ادارې د دې زلزلې شدت د رېښتر په کچه ۵ اعشاریه دوه بللی دی. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دې ادارې په اساس د دې زلزلې مرکز د اسعداباد لویدیځ ته څلوېښت کیلومتره لرې وو چې عمق یې لس کیلومتره بلل شوی. د جرمني خبري اژانس راپور ورکړی چې د زلزلې ټکانونه ان په کابل کې هم حس شوي دي. لا د احتمالي اوښتو زیانونو او تلفاتو په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي. تر دې مخکې هم د پنجشنبې په شپه او د جمعې سهار وختي په کونړ او ننګرهار کې پرله پسې زلزلې شوي چې لږ تر لږه څلوېښت کسان پکې ټپیان شوي دي. دا زلزلې د اګست د ۳۱مې زورورې زلزلې څخه وروسته رامنځته شوي. د طالبانو حکومت تایید کړې چې په هغې زلزله کې لږ تر لږه ۲۲۰۵ کسان وژل شوي او ۳۶۴۰ کسان ټپيان دي. د راپورونو له مخې د کونړ په ځینو لرو پرتو سیمو کې لا هم خلکو ته مرستې نه دي ورسېدلي او ویره یې شته چې مړي تر خاورو لاندې بند پاتې وي. جمهورخبري آژانس