د چین سره صلیب د کونړ زلزله ځپلو ته ۲۰۰ زره ډالر مرسته کړې

15 سنبله 1404 ساعت 8:43

د طالبانو د افغان سرې میاشتې ټولنې د چین سره صلیب څخه د کونړ ولایت د زلزله ځپلو ته د ۲۰۰۰۰۰ ډالرو مرستې اعلان وکړ.


د طالبانو د افغان سرې میاشتې ټولنې د چین سره صلیب څخه د کونړ ولایت د زلزله ځپلو ته د ۲۰۰۰۰۰ ډالرو مرستې اعلان وکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د افغان سرې میاشتې ټولنې د رسنیو دفتر تېره شپه (د وږي ۱۴ مه) په یوه بیان کې وویل چې د چین سفارت شارژدافیر، باو شوقي، د چین سره صلیب څخه ۲۰۰۰۰۰ ډالر نغدي مرسته د دې سازمان عمومي رییس شهاب الدین دلاور ته د کونړ د زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه وسپارله.

دلاور د چین د دوامداره بشري مرستو ستاینه وکړه او دا مرسته یې د کونړ د زلزله ځپلو سره د مرستې او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې اغیزمنه وګڼله، او د دې ډول مرستو د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.

د نغدي مرستو د سپارلو پرمهال، شوقي ډاډ ورکړ چې د هغه هیواد هوډ لري چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د زلزله ځپلو سره نورې بشري مرستې وکړي او د افغان خلکو سره خپله همکاري پراخه کړي.

هغه د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د چین سره صلیب او د هغه هیواد خلک به د زلزلې له قربانیانو سره مرستې ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 185695

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/185695/

جمهور
  https://www.jomhornews.com