د کونړ زلزلې وروسته بندې شوې لارې بې ساري ننګونې لري

17 سنبله 1404 ساعت 9:36

د افغانستان لپاره د سره صلیب کمیټې مشره وايي چې په کونړ ولایت کې د زلزلې وروسته بندې شوې لارې بې ساري ننګونې لري.


د افغانستان لپاره د سره صلیب کمیټې مشره وايي چې په کونړ ولایت کې د زلزلې وروسته بندې شوې لارې بې ساري ننګونې لري.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د سره صلیب کمیټې مشرې میرمن کاترینا ریټز نن دوشنبې  (د وږي ۱۷ مه) په خپل اېکس پاڼه لیکلي:«په کونړ ولایت کې د زلزلې وروسته بندې شوې لارې پاکول د سیمې د سختو او غرنیو سیمو له امله بې ساري ننګونې لري.»

هغې زیاته کړه: «موږ د سیمه ایزو چارواکو سره خپل ملاتړ زیات کړی ترڅو لرې پرتو ټولنو ته لاسرسی بیرته ترلاسه کړو او ډاډ ترلاسه کړو چې حیاتي مرستې اړمنو خلکو ته ورسیږي.»

د یادونې وړ ده چې تیره اونۍ په دې ولایت کې په زلزله کې زرګونه خلک مړه او زرګونه نور ټپیان شول.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 185771

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/185771/

جمهور
  https://www.jomhornews.com