یونیسف: د افغانستان په ختیځ کې وروستۍ زلزلې نیم ملیون خلک اغیزمن کړي دي

18 سنبله 1404 ساعت 0:04

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) راپور ورکړی چې په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله نیم ملیون خلک اغیزمن شوي دي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) راپور ورکړی چې په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله نیم ملیون خلک اغیزمن شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د رسنیو دفتر نن دوشنبې (د وږي ۱۷ مه) په یوه اونیزه راپور کې وویل چې په وروستۍ زلزله کې ۲۲۰۵ کسان وژل شوي او ۳۶۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د یونیسف راپور ویلي چې په مړو کې ۷۳۱ ماشومان، چې ۳۹۳ نجونې هم پکې شاملې دي.

په راپور کې زیاته شوې چې د زلزلې له امله نیم ملیون خلک اغیزمن شوي او ۲۶۳۰۰۰ ماشومان د زیانمن شویو کسانو په ډله کې دي.

د یونیسف د راپور له مخې، په تیره اونۍ کې په کونړ، ننګرهار او لغمان کې ۱۷ وروسته ټکانونه چې د ۴ درجې او له هغې څخه پورته وو، رامنځته شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې په کونړ او ننګرهار کې ۸۱ ماشومان بې سرپرسته دي.

د راپور له مخې، سربېره پردې، ۲۷۱ ماشومان یتیمان شوي دي، او په دې دریو ولایتونو کې د خوارځواکۍ ماشومانو شمیر له زلزلې وروسته په چټکۍ سره زیات شوی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 185806

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/185806/

جمهور
  https://www.jomhornews.com