د طالب جنګیالیو او پاکستاني سرحدي ساتونکو ترمنځ نښته وشوه

18 سنبله 1404 ساعت 10:15

د کونړ ولایت سیمه ییزو سرچینو تایید کړه چې طالب جنګیالیو او پاکستاني سرحدي ساتونکو بیا نښته کړې ده.


د کونړ ولایت سیمه ییزو سرچینو تایید کړه چې طالب جنګیالیو او پاکستاني سرحدي ساتونکو بیا نښته کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا نښته پرون ماښام (د وږي ۱۷ مه) د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ په ناوه پاس سیمه کې وشوه او طالبانو هم له همدې لوري د پاکستاني ځواکونو پر پوستو ډزې وکړې.

د دواړو خواوو د احتمالي مرګ ژوبلې یا زیان په اړه تر اوسه جزئیات نشته.

دا نښته شاوخوا ۸:۰۰ بجې پیل شوه او لاهم په وقفه يي ډول دوام لري.

د نښتې دقیق لامل لا تر اوسه نه دی روښانه شوی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 185818

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/185818/

جمهور
  https://www.jomhornews.com