د کابل ښاروالۍ وویل چې د دې پروژې د پلي کولو هدف اقتصادي وده او د ښاري ښکلا رامینځته کول دي، او زیاته یې کړه چې دا بازار ۲۰۰ متره اوږد او ۳۰ متره پلن دی.
دا ځمکنی بازار په یوه ودانۍ کې جوړ شوی چې ۳۴۰ دوکانونه، د ننوتلو او وتلو دروازې، تشنابونه، د ښاروالۍ او لمریزې بریښنا سیسټمونه، امنیتي او د اور وژنې تجهیزات پکې شامل دي.