بغلان ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي چې په پلفي کوتل کې په یوه خونړۍ ترافیکي پیښه کې ۱۶ کسان مړه او ټپیان شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې جلګې ولسوالۍ کې د طالبانو د پولیسو مشر شیخ محمد یاسین البدر نن چهارشنبې د وږي ۱۹ مه اعلان وکړ چې پیښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو ځانګړی ډول موټر د فرنګ ولسوالۍ څخه پلخمري ښار ته روان و او د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ او بریک د خرابوالي له امله د پلفي کوتل په شمالي برخه کې وغورځید.
د هغه په وینا، د پیښې په پایله کې د موټر نهه تنه مسافر، چې دوه ښځې او اووه نارینه پکې شامل وو، مړه او اووه نور ټپیان شول، چې څلور ماشومان او درې نارینه پکې شامل وو.
د طالبانو پولیس ځواکونه د پیښې وروسته سیمې ته ورسیدل او د امبولانسونو په مرسته یې د قربانیانو جسدونه او ټپیان د نهرین ولسوالۍ روغتون ته انتقال کړل.
د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي چې د پیښې په اړه پلټنې روانې دي.
جمهورخبري آژانس