په ننګرهار ولایت کې یو کس ورور او وراره ووژل

19 سنبله 1404 ساعت 16:50

په ننګرهار ولایت کې سیمه ییزو طالبانو اعلان وکړ چې یو کس خپل ورور او وراره د ځمکې پر سر په کورنۍ شخړه کې وژلي دي.


په ننګرهار ولایت کې سیمه ییزو طالبانو اعلان وکړ چې یو کس خپل ورور او وراره د ځمکې پر سر په کورنۍ شخړه کې وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په ننګرهار کې د طالبانو د پولیسو د قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد نن چهارشنبې  (د وږي ۱۹مه) وویل چې دا شخړه نن سهار شاوخوا ۹ بجې د روداتو ولسوالۍ په "غلجایه" کلي کې د دوو وروڼو ترمنځ رامنځته شوه.

هغه څرګنده کړه چې لومړی د ځمکې پر سر دواړو وروڼو لفظي شخړه وکړه او بیا یو ورور خپل ورور او وراره په ډزو ووژل.

د ننګرهار ولایت د پولیسو د قوماندانۍ ویاند وویل چې بریدګر له سیمې تښتېدلی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 185887

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/185887/

جمهور
  https://www.jomhornews.com