دا په زړه پورې ده ۰
په غور ولایت کې سیمه ییزو خبریالانو د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د لېږدونکې چورلکې د سقوط خبر ورکړ.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر لېږدونکې چورلکه غور کې غورځېدلې
په غور ولایت کې سیمه ییزو خبریالانو د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د لېږدونکې چورلکې د سقوط خبر ورکړ.

د جمبور اژانس د راپور له مخې، د غور ولایت سیمه ییز خبریال احمد شاه موحد نن د چهارشنبې په شپه (د وږي ۱۹مه) په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: نن ماسپښین د غور ولایت د تولک ولسوالۍ په نالبندان سیمه کې یوه چورلکه غورځېدلې ده.

د کانونو وزیر، د غور والي او د طالبانو د حکومت یو شمېر نور چارواکي په دې چورلکه کې د تولک ولسوالۍ د نالبندان سیمې ته د جست کان د لیدو لپاره تللي وو.

په دې پېښه کې د څو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی او تر اوسه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

د طالبانو ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژآنس
https://jomhornews.com/vdcaomn6y49naa1.hxk4.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته