په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په نورستان ولایت کې د ښځینه بزګرانو لپاره د ۵۰ شنې خونې جوړولو اعلان وکړ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په نورستان ولایت کې د ښځینه بزګرانو لپاره د ۵۰ شنې خونې جوړولو اعلان وکړ. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د رسنیو دفتر نن پنشنبې (د وږي ۲۰) په یوه بیان کې وویل چې دې سازمان، د نړیوال چاپیریال اسانتیا (GEF) په مالي ملاتړ سره، په نورستان ولایت کې د ښځینه بزګرانو لپاره ۵۰ شنې خونې جوړې کړې دي. FAO ټینګار وکړ چې اوبه لګول، تجهیزات او تخمونه به دوی سره د ټول کال په اوږدو کې د سبزیجاتو په کرلو کې مرسته وکړي، د کورنۍ تغذیه پیاوړې کړي او د عاید نوي فرصتونه رامینځته کړي. جمهورخبري آژانس